Peeghla

Peegla is a personl blog of Ahmad Naveed Nazari to give you real imagine about Helmand

بسُت كلادهلمندوياړدى

دادبُست كلاده

بست كلانژدي درې زره كاله لرغونتوب لري اوله همدغه ځاى څخه پرسيمي واكمني ترسره سوې.

بُست كلادهلمندسيندترغاړه دلښـكرګاه دجنوب په اووه كيلومترۍ كي پرته ده خوبدبختانه چي ورته دولت دومره بام ندۍ كړئ لكه څنګه چي بايدوسي.


دبست كلا دروازې ته ورته جوړښت دپخواني اولومړنۍ جمهوررئيس شهيدداؤدخان په پاملرنه بندسو اودنړېدلوڅخه يي مخنيوى وكړ.

خواوس چي كلنوكلنوتيرسوي چاورته لاس ندۍ وړۍ اوپام يي هم ورته ندى كړئ


پربُست كلاڅلورخوايي يوه لوى ديوال چي نژدي پنځه متره برلري راتاوسوۍ چي په څلوروكنجونوكي برجونه لري اودروازې ته څيرمه يوه كوټه ليدل كيږي چي دخلكوپه وينادلته ديوې بيكسي ښځي خونه وه اوهغې دلته ژوندكاوه.

نوخداى ج پوهيږي چي رشتيابه وي اوكه څنګه؟


اوس دلښكرګاه  دبُست هوايي ډګرته څيرمه په يوه كرهنيزصنعتي پارك كي داسي يوجوړښت رامنځته سوۍ چي دبُست كلاته ورته دى چي داكاردامريكايانولخواترسره سوۍ اوداخپله دپُست كلاته ددرنښت په سترګه كتل دي.

كله چي مالدې نوي جوړسوي ځاى څخه ليدنه كوله مافكروكړچي دبُست كلانوې جوړه سوې


هلمندسيندچي دلښكرګاه ترغاړه پروت دى مازديګرۍ يي دچازړه وړي اودلښكرګاه ښارته يوه شكلاوربخښي.

ډيرۍ ځوانان هره ورځ پدې سيندكي لامبي،ترغاړه يي راڅرخي اوله منظرې څخه يي دخپلوملګروسره يوځاى خونداخلي.

دسيندترغاړه هواخوراسړه وي ځكه چي پرهاغاړه يي شين ځنګل پروت دى چي دحيوانانوترڅنګ يوشميرپوليس غله هم هلته ميشت دي اوخپله ګذاره كوي.

ځيني وختونه دوى هم دسرمښ په څيركارونه كوي اوڅه ناڅه خلك خوابدي كوي.


په درنښت 

احمدنويدنظري

Ahmad Naveed Nazari

A scene of Helmand river

Helmand river is the only river in Afghanistan that have a nice landscape in way to Iran.

Helmand river

These four Pics are showing Helmand River beside the city


The river is leaving Lashkargah to Nimrooz and then becoming dry in the Iran territory.


Sometimes in the winter Helmand river is making a lots of water that you never seen before.

This river is getting source from Kajaki dam that more than 100KM far from Lashkar gah.


The Kajaki dam is providing more power to Helmandis  and kandaharis during this forty years.


The Kajaki dam has estiblished by US in the time kind Zahir Shah.

If this dam became active a lots of People will find Power in their home,shop...

Best

Nazari

Journey to North Afghanistan


تيركال موږدافغانستان په شمال په لوردخپلوملګروسره يوځاى سفروكړ
احمدنويدنظري_هلمند
دلښكرګاه څخه موخپل سفرپيل كړ،كله چي كابل ته ورسيدونه سمدلاسه مويوداسي موټرچلوونكۍ وموندچي زموږدطبعي سړۍ وو اوخورايارانه سړۍ وو
هغه اسلام الدين نوميده،ټونس موټريي درلوداوتركندوزولايته مودهغه موټرپه كرايه ونيوه.
په لاره كي راسره ډيرآشناسو.كله چي كندوزته ورسيدوموږغوښتل چي په هوټل كي پاتي سوخوهغه راته ډيري زارۍ وكړې اوست يي وكړچي زماسره ولاړسئ خوموږټينګاروكړاوورسره ولانړو
دكندوزولايات دامام صاحب اوشيرخان بندرڅخه موهم ليدنه وكړه اوپكښې خلكوخوراښه ژونددرلود.
داسي ماهيان خومولاهم وليدل چي يوشميرملګري دماهيانوله خوراك څخه پښېمانه سول.
دوهمه شپه موهم په كندوزښاركي وه داځل يي راته داسي چل وكړچي آخريي خپل دكورميلمانه كړواوښې ورجي چي خپله يي كرلي وې راته پخې كړې
دده نورووړونه  اودوستان هم راسره داسي آشناسول چي لكه مخكي چي موليدلي وو.
زموږيي ښه عزت وكړسهاروختي مودمزارشريف په لورحركت وكړاوددنوروزدريمه ورځ وه
په مزاركي موهم يوه شپه وكړه دملګروسره خواښه تيره سوه.
دغه بله ورځ بيرته دهلمندپه لوري موحركت وكړاوخپلوكرونوته راغلو. 

احمدنويدنظري

دهلمندلرغونۍ ولايت

دپېغلي پاڼي درنولوستونكو!

هلمندچي دافغانستان په جنوب كي يولوى پروت ولايت دى خوراښې ښايستې منظري لري.

لښكرګاه چي دهلمندولايت مركزدى ترڅنګ يي دهلمندسيندبهيږي چي دغه سيندلاهم دښارښكلاډيره كړې ده.

لاندي تصويرپه امنيه قوماندانۍ كي دوژل سووپوليسوپه يادهغه څلۍ دۍ چي دهلمندوالي محمدګلاب منګل لخواڅه موده وړاندي پرانستل سو.


لاندي تصويردلښكرګاه ښارترڅنګ دهلمندسيندغاړه ده.



لاندي تصويرپه لښكرګاه ښاركي دمركزي جامع جومات دى چي دهلمندسيندترغاړه پروت دى.


ستاسودكاميابۍ په هيله
احمدنويدنظري

Life in Lashkargah and around area

Life in Lashkargah and around area

A year ago Ghaith Abdul ahad visit Helmand and was my guest.

He was photo journalist  with London Guardion Newspaper.

He born in Iraq but living in Labenon with his wife.

He spent a a week with me in my house.

Ghaith Abdul-ahad

He did some reports on Helmand people life and was with him as co-operator

He was so good person that i never seen before.

Below photos are his photography samples






په لښكرګاه اوشاه خواسيموكي دژوندانځور

يوكال وړاندي په برتانياهيوادكي دګارډين ورځپاني فوټوژورناليست غيث عبدالاحدچي په اصل كي يوعراقۍ خواوس په لبنان كي اوسي هلمندته سفردرلود،هغه زماميلمه وو،راسره يي يوځاى شپي اوورځي تيرولې.

پريوشميرراپورونويي هم كاروكړاوزه خپله ورسره مل وم.

هغه ډيرزيرك وو اوپه ټول لښكرګاه كي چانه پېژانده چي عراقۍ دى اوكه افغان.

ډيرخوش اخلاقه سړۍ هم وو له هرچاسره لګيده اوپه انګليسي ژبه كي هم پوره ماهروو.

ښه عكسونه يي واخيستل اوحتازماعكسونه يي هم له ځانه سره ديادګارپه ډول يووړل.

هغه زماډيرنژدۍ ملګرۍ وواوماته هم دده ځوانۍ خوندراكړ.

ډيرصادق اومسلمان سړۍ وو اومسلماني يي په څيره كي ښكارېده

عكاس:غيث عبدالاحد
چمتوكوونكۍ:احمدنويدنظري
Ahmad Naveed Nazari
Photographs by: Ghaith Abdul-ahad
Ahmad Naveed Nazari

Helmand Radio and Television

Helmand Radio & TV 

See in pictures





Helmand Radio and Television is repaired by Helmand Governor Mohmmad Gulab Mangal in 

2008-2009

The governor pay his own house budget to repair this television

Now Helmand TV is broadcasting professional program instead of RTA afghanistan TV

Best

Ahmad Naveed Nazari

Director for Helmand Radio and TV

Lashkargah 

هلمندتلويزيون اوس دپرمختګ په حال كي دى

په هلمندكي دملي ټلويزيون خپروني له شپږوساعتونوڅخه اوولسوساعتونوته وغزېدې اوپه همدي وخت كي دهلمندراډيوتلويزيون نوي جوړي سوي سټډيوګاني اوخوني دپټۍ په پرې كولوسره ګټي اخيستني ته وسپارل سوې.


احمدنويدنظري


دپنجشنبې په ورځ په هلمندكي دافغانستان دملي ټلويزيون خپروني له شپږوساعتونوڅخه اوولسوساعتونوته پداسي حال وغزېدې چي پدې وياړمراسموكي هلمندوالي محمدګلاب منګل اويوشميرنورودولتي مسئولينوبرخه لرله.


هلمندوالي چي سهارخوايي دغه تلويزيوني نشرات په خپل لاس پيلول وويل چي دابه دهلمنددخلكولپاره يوه ښه خبره وي ترڅوټوله ورځ دسهارله اووبجونه دشپي تردوولسوبجودملي تلويزيون خپروني دهلمندتلويزيون له لاري وګوري اوله خپرونوڅخه يي ګته واخلي.

تردې مخكي هلمندتلويزيون دورځي شپږساعته خپروني درلودې چي څلورساعته يي دملي ټلويزيون اودوه ساعته يي خپلي توليدي خپروني نشرته سپارلې.
خواوس هلمندراډيوهم په خپلوڅوارلس ساعته خپرونوكي دوه ساعته دافغانستان ملي راډيوخپروني نشرته سپاري.



په همدي حال كي هلمندوالي محمدګلاب منګل اودنورودولتي چارواكودهلمندتلويزيون لپاره نوي سټيديوګاني اوخوني چي ديوه كال په بهيركي له سره جوړي سوي وې دپټۍ په پرې كولوسره ګتي اخيستني ته وسپارلې.


 هلمندوالي وويل مخكي دتلويزيون كاركوونكوپه سختوحالاتوكي كاركاوه اوورته تخنيكي وسايل هم نه خواوس هلمندتلويزيون له هرهغه څه نه برخمن دى چي يوه رسنۍ ورته اړتيالري.
چي پدې سره ددې تلويزيون دكاركوونكووړتياهم زياته سوې اوډيري ښې خپروني توليدوي.

احمدنويدنظري

Nato Secretary Genral Visits Helmand after meeting President

اګست_۰۷_۲۰۰۹
ناټو وايي ترهغه به په افغانستان اوپه ځانګړي ډول هلمندكي پاتيږي ترڅوخپله افغان ځواكونه دامنيت دټينګښت جوګه وګرځي.

احمدنويدنظري_هلمند

دناټوعمومي سرمنشي راس موسن هلمندته دخپل يوسفرپه ترڅه كي له دولتي چارواكوسره دكتني پرمهال وويل چي دناټوسازمان غړي هيوادونه ترهغه خپل ځواكونه له افغانستان اوپه ځانګړې توګه له هلمندڅخه نه باسي ترڅوخپله دولتي ځواكونه وكولاى سي چي په سيمه كي امنيت ټينګ كړي.
دنوموړي دسفرموخه دهلمندله امنيتي وضعيت څخه دنژدې ليدنه وه.
موسن وويل چي په هلمندكي به دامنيت دټينګښت اودبيارغوني په برخه كي ډيرپاملرنه كوي ترڅوخلك دې ته چمتوسي چي په ټاكنوكي برخه واخلي.
موسن چي دډنمارك هيوادپخوانۍ لومړۍ وزيراونوى دناټودسرمنشي په توګه ټاكل سوى دايې لومړۍ كاري سفردى چي افغانستان ته يې كوي.
نوموړي دولسمشركرزي سره ترليدني وروسته هلمنداوبياكندهارولايتونوته سفروكړ اوهلته يې له دولتي چارواكوسره دليدني پرمهال ددې ولاياتودامنيت په برخه كي هراړخيزي خبري وكړې.
دناټوعمومي سرمنشي پرهلمندوالوږغ وكړ ترڅوپه راتلونكوټولټاكنوكي بېله ويري برخه واخلي اوخپل راتلونكۍ ولسمشروټاكي.
هلمندوالي محمدګلاب منګل دموسن سره دكتني پرمهال وويل چي نوموړي ورسره ديوشميربيارغنيزوكارونودترسره كېدوژمنه هم كړې.
والي زياته كړه چي هلمندته د بهرنيولوړپوړوچارواكوسفرداڅرګندوي چي ګواګي ډيرپام يي دې ولايت ته دى.
دناټوسرمنشي تردې مخكي هم هلمندته هغه مهال سفردرلود چي دډنمارك لومړۍ وزيروو..

احمدنويدنظري_لښكرګاه


انتخاباتي كمپاين كه ناوړه ګټه؟

انتخاباتي كمپاين كه ناوړه ګټه؟


احمدنويدنظري


اوس دهيواد په نوروسيمواوهلمندكي دولسمشريزوټاكنوته لپاره ديوشميركانديدانوكمپاينونه په خورا چټكۍ سره روان دي او هره ورځ په ګڼوولاياتوكي ديوه كانديدپه ملاتړغونډه كيږي اوخلك هم د ډوډى ،پېسواوډاليوپه تمه دې محفلوته په خورا شوق ځي خوداسي كسان سته چي تېر ايستل كيږي ترڅوپدې محفلوكي برخه واخلي.
ښه بېلګه يي په لښكرګاه ښاركي دروښان،ځلاند .پرل (مرغلري) اونور دانګليسي ژبي دزده كړومركزونه دي چي خپل شاګردان دكورس دپروګرام په نامه انتخاباتي كمپاينونوته استوي.


څه موده وړاندي ديوه مخكښ كانديدپه ملاتړغونډه كي ګڼو دشخصي كورسونوزده كوونكو گډون كړئ وو اودسهارپرشپږوبجودې محفل ته راغوښتل سوي وه خودغه زده كوونكي چي اكثره يي لس كلن ښكارېدل تراتوبجوپوري خبرنه درلود چي استادانويي دوى تير ايستلي دي اودكورس دپروګرام په بانه يې كمپاين ته رابللي دي.
زده كوونكي چي ډيرخسته ښكاريدل ويل چي سهاريې چاى هم ندي خوړلي اوكيداى سي چي دغه پروګرام ترغرمې پوري دوام ومومي.
نورنوناوړه ګته څنګه چي دبل لس كلن اوتردې هم لږعمردرلودونكي اولادونه ورته نانزكي ښكاري اودخپلوجېبولپاره پرې لوبي كوي. زه هرهغه چاته چي دغه ډول كړني كوي وايم كه چيري دې كاروته دوام وركړې نوكيداى سي چي په دوى هم نوردغسي لوبي وكړي اوهغه زده كوونكي چي اوس يې جلب كړي دلاسه وركړي.
زه باورلرم چي هيڅ كورنۍ هم نه غواړي خپل اولاد پدې ډول كورسونوته چي تري ناوړه استعفاده كوي واستوي.

Buy more...

A US soldeir in Helmand



If you want to buy more pictures smilier to this please contact blog owner.

nawed_barak@yahoo.com
+93799451479

افغان خبريال شهيدعبدالصمدروحاني








دشهيد روحاني لنډ ژوند ليک

دزېږېدونېټه : ۱۹۸۳ عيسوي كال

دمرګ نېټه: ۲۰۰۸ عيسوي كال

ليكنه:احمدنويدنظري


عبدالصمدروحاني د هلمند دګرمسيرولسوالۍ په لكړۍ سيمه كي زيږېدلى و خواصلي دنوزاد دشاه پشتې دسيمي دلنګركاريزاوسيدونكۍ اوپه قوم نورزئ وو او له څو کلونو راپدېخوا يې د لښکرگاه په ښار کې ژوند کاوۀ .

دپنځه ويشت كلن عبدالصمدروحاني پنځه وړونه. څلورخوندي پاتي دي.

له ارواښاد روحاني څخه يوه لورکۍ ،دوه زامن او دوې مېرمنې پاتې دي او سپين ږيرى پلار او بوډۍ مو ر يې لا هم ژوندى دي .

شهيدروحاني د ۲۰۰۸ عيسوي كال دجون دمياشتي په اومه نېټه ماسپښين دلښكرګاه ښارڅخه دخپل موټرسره يوځاى لادركه سو اوسباته يي چي دجون اتمه نېټه وه مړى دبولان په لويه هديره كي پداسي حال كي وموندل سوچي په ګوليوويشتل سوۍ وو.

عبدالصمد روحاني له تېرو درېيو کلونو راهيسې د بي بي سي له پښتو، فارسي او انگريزي څانگو سره کار کاوه .


روحاني دخبريالۍ ترڅنګ ښه ليكوال اوشاعر هم وو اودشعرونموني يي وجود لري.

اواښاد عبدالصمد روحاني په دغه موده کې د بي بي سي لپاره په روانو امنيتي، سيا سي او ټولنيزو برخو کې له هلمند نه خبرونه او رپوټونه برابرول .

ده په تېرو څو کلونو کې د هلمند بېلابېلو جگړه ځپلو سيمو ته په هر ډول حالاتو کې سفرونه کړي او د سيمې د حالاتوپه اړه يې خبرونه ورکړي .


ارواښاد روحاني په هلمند کې د لومړي افغان خبريال په توگه له پژواک خبري اژانس سره څو کاله وړاندې کار پيل کړ .

A Sense from Gramsir district.




A sense from Gramsir district.

Gramsir is about 70 km far from Lashkargah in the south of Helmand province.
a year ago Marine forces take the control of the area from Taliban.
Now the People are staying safe there and the children are in school.
In these day US forces are there instead of British forces to secure the area.

A month ago British commander bring us to the district to see the people and talk to.




Abdullah Jan District chief Gramsir



Above Gramsir District

A British soldier walking in Gramsir town
Two British soldiers are talking to a beker in Gramsir
Gramsir School boys
School Boys are walking from school in gramsir
Tasha with school boy in Gramsir Town...
British forces Commander Tim and Tasha in town of Gramsir
A yound boy listening to the radio in Shop,Gramsir
Police on the road of Hazar joft,Gramsir



Photos By: Ahmad Nawid Nazari




احمدنويدنظري

دهلمندسينداوبُست تاريخي كلاانځورونه




دهلمندسينداوبُست تاريخي كلاانځورونه


دهلمندڅپاندسيندچي لوى پل هم ښكاري
هلمندسيند
هلمندسيندغاړه باندي دلښكرګاه ښار
هلمندسيندغاړه باندي دلښكرګاه ښار
دبُست تاريخي كلاچي نژدي دري زره كاله ژوندلري



احمدنويدنظري

هلمند

دملګروعكسونه


دملګروعكسونه



احمدنويدنظري

په لښكرګاه كي دبُست هوټل ښايسته انځور
په لښكرګاه كي دبُست هوټل ښايسته انځور
عزيزاحمدتسل دبُست هوټل كي دچمن جوړولوپرمهال
تسل چي بيكاره سي كروندې ته مخه كړي
زين الله ستانكزۍ عكس مي دده څخه اخيسته خودكامرې فوكس بلي خواته دى




احمدنويدنظري

دهلمندخانشين ولسوالۍ اوسنۍ انځور

دهلمندخانشين ولسوالۍ ته مي ديوه سفرپرمهال دغه عكسونه اخيستي دي

په خانشين كي ميشت امريكايي سرتيري
هلمندوالي،دولتي چارواكي اوبهرني قوماندانان دخانشين ولسوالۍ ودانۍ ته دتګ پرمهال
دخانشين ولسوالۍ ودانۍ ته څيره دملي اردوسرتيرۍ
دخانشين ولسوالۍ دودانۍ پربرج باندي دملي اردوسرتيرۍ
ددوه سوه پنځم اتل قول اردوددريمي پلي لواقوماندان جنرال محي الدين غوري
دهلمندوالي محمدګلاب منګل دخانشين ولسوالۍ له خلكوسره دكتني پرمهال
دخانشين ځوانان چي خپل دولت ته ډيرليواله دي

هلمندوالي دملي اردوله سرتيروسره دخبروپرمهال


په درنښت

احمدنويدنظري

دپاڼي نوم

دپاڼي نوم
پېغله

دپاڼي چلوونكۍ

دپاڼي چلوونكۍ
احمدنويدنظري

دشهيدعبدالصمدروحاني په ياد

BBC Pashto News

Helmand Radio

Helmand TV

About me

احمدنويدنظري_هلمند

nawed_barak@yahoo.com